CRI Online

د هند او امريکا د مشرانو ترمنځ خبرې اترې وشوې

cri     (GMT+08:00) 2020-02-26 13:12:03

د هند صدراعظم نارندرا مودي د فبروري په ۲۵مه نېټه په نوي ډيلي کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې اترې وکړې. هند د دې پخلی کړی چې له امريکا څخه به د څه باندې درې مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي تجهيزات واخلي. پرته له دې دواړو خواوو په نورو برخو کې يو له بل سره ستر تړون نه دی لاسليک کړی.

دوی تر خبرو اترو وروسته خبريالانو ته وويل چې امريکا پر هند د پوځي تجهيزاتو له پلورلو سره موافق کړې او دغه راز دواړه لوري د نفتو او روغتيا په برخو کې ګډو نظريو ته رسيدلي او درې تفاهم ليکونه يې لاسليک کړي، خو د سوداګرۍ په هکله يې کډه نظريه نه درلوده.

د سوداګرۍ په هکله مودي وويل چې دواړو هېوادونو پرېکړه وکړه چې د راتلونکو سوداګريزو خبرو اترو لپاره قانوني لارې چارې برابرې کړي او باور لري چې د دواړو خواوو د وزيرانو ترمنځ خبرې اترې به ښې پايلې تر لاسه کړي. ټرمپ په دې خبرو اترو کې پر دې ټينګار وکړ چې د امريکا او هند ترمنځ د خبرو اترو مهم ټکی د ګډو ګټو پربنسټ د دوه اړخيزې عادلانه اقتصادي اړيکې ټينګول،او د هر اړخيز سوداګريز تړون د لاسليکولو په برخه کې د پرمختګ موندل دي،خو تر اوسه هېڅ تړون نه دی لاسليک شوی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای