CRI Online

شي جين پينګ او د عربي متحده اماراتو وليعهد تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-02-26 13:14:43

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبروري په ۲۵مه نېټه د عربي متحده اماراتو له وليعهد محمد بن زيد النهيان سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ دې ته په اشارې سره وويل چې د نوي کورونا ويروس له سږي ناروغۍ سره د مقابلې په کليدي موقع کې وليعهد تر نورو نه مخکې په دې برخه کې د چين له هڅو څخه ملاتړ څرګند کړی او د عربي متحده اماراتو حکومت او خلکو هم څو څو ځله چين ته طبي مرستې برابرې کړي دي. له دې څخه د چين او عربي متحده اماراتو ترمنځ ژوره دوستي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو جامع او ستراتيژيکو اړيکو لوړه سويه ښکاري. زه له تاسو څخه مننه کوم.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين تل د خلکو خونديتوب او روغتيا ته لومړيتوب ور کوي او په ټينګه د دې ويروس د خپرېدو مخنيوی کوي. چين پوره باور او توان لري چې په دې مبارزه کې بری مومي.چين به د عربي متحده اماراتو په شمول د بېلا بېلو هېوادونو د اتباعو د ژوند او روغتيا د تامينولو لپاره جدي تدبيرونو ته دوام ور کړي او غواړي چې د دې ويروس د مخنيوي په باب نوی معلومات او تجربې ور سره شريک کړي.

واليعهد محمد وويل چې عربي متحده امارات د چين دوست او هر اړخيز ستراتيژيک همکار دی، نو په دې برخه کې د چين له هڅو څخه ټينګ ملاتړ کوي او غواړي چې له چين سره مرستې وکړي. باور لري چې چينايان به هرو مرو په دې مبارزه کې بری ومومي.د عربي متحده اماراتو خلک له چينايانو سره ولاړ دي او د دې ستونزې د لېرې کولو لپاره به ګډې هڅې وکړي تر څو دوه اړخيزې اړيکې پرمختګ ومومي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای