CRI Online

شي جين پينګ او د ايتوپيا صدراعظم تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-02-26 13:16:49

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبروري په ۲۵مه نېټه د ايتوپيا له صدراعظم ابي احمد علي سره تليفوني خبرې وکړې. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د نوي کورونا ويروس له امله رامنځته شوې سږي ناروغۍ سره مقابله د چين حکومت لومړۍ دنده ده. مونږ د چينايانو او نړيوالو د خونديتوب او روغتيا د ساتلو په موخه په مسؤلانه رويه سره د دې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لباره تر ټولو هر اړخيز،بشپړ او جدي تدبيرونه نيولي او تر اوسه يې ابتدايي پايلې تر لاسه کړې دي. د دې ناروغۍ له امله به د اوږدې مودې لپاره به د چين د ثابت پرمختګ کلک بنسټ نه شي بدل. چين باور او توان لري چې له دې ناروغې سره په مبارزه کې بری مومي او د دې ناروغۍ منفي اغيزې تر ټولو ټيټې سويې ته ورسوي او خپله اقتصادي او ټولنيزه پرمختيايي ټاکلې موخه تر سره کړي.

ابي وويل چې چين نه يوازې د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره اغيزمن تدبيرونه نيولي بلکې نورو هېوادونو ته د دې ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره يې هم مهم خدمتونه کړي دي. ايتوپيا باور لري چې د رئيس شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې چين هرو مرو په دې مبارزه کې بری مومي او پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د دې ويروس منفي اغيزې تر ټولو ټيټې سويې ته ورسوي. ايتوپيايان له چينايانو سره په ګډه ولاړ دي او د اوسنۍ ستونزې د لېرې کولو لپاره به ګډې هڅې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای