CRI Online

د بېجينګ رېل پټليو اداره د پسرلني کښتونو د اړينو مالونو د ليږ راليږ د تضمين لپاره هڅې کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-26 15:18:49

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د بېچينګ رېل پټليو ادارې پدې وروستيو ورځو کې د پسرلني کښتونو د اړينو مالونو د ليږ راليږ لپاره ځانګړی دهليز پرانيستی او د مساعدو تګلارو په پلي کولو سره يې د دغو مالونو د ليږدراليږ د تضمين لپاره زمينه برابره کړې ده.

د ناول کورونا ويروس د مخنيوي په موخه په نوموړې اداره کې د ټرانسپورټ څانګې کارکوونکي د تليفون او انټرنېټ له لارې له خپلو مشتريانو سره اړيکې نيسي څو د مالونو،اړوندو قراردادونو او بازارونو په اړه معلومات ترلاسه کړي. له اورګاډو څخه د مالونو د ښکته کولو پر مهال کارکوونکي ماسکونه اچوي، لاس مغان کاروي او په ټاکلي وخت د بدن تودوخې درجه مالوموي.

د فبرورۍ له پيل راهيسې د بېجينګ د رېل پټليو ادارې۱۵۸ زره ټنه سره، د غلودانو ۱۷۹ زره ټنه تخمونه، ۲۲۳ زره ټنه ډيزل او د خوراکي توکو، غوښو، کرنيزو توليداتو ، مېوو او سبزيو په ګډون ۷۱ زره ټنه نور مواد د اورګاډو په وسيله ټاکلو سيمو ته ليږدولي دي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای