CRI Online

د چين حکومت د استخدام د ثابت بهير او له کوچنيو تصديو څخه د ملاتړ په موخه تدابير غوره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-26 15:22:25

د فبرورۍ په ۲۵ مه نېټه د چين د دولتي شورا په يوه نوبتي غونډه کې چې مشري يې د دغه هېواد صدراعظم لي که چيانګ کوله، د استخدام د ثابتولو او له کوچنيو تصديو څخه د ملاتړ په موخه نوي تدابير اعلان شول چې له مخې به يې د دغه هېواد پوهنتونونه د ليسانس او ماسټرۍ د زده کړو لپاره زيات محصلين ومني، خلکو ته به په بنسټيزو روغتيايي مرکزونو او د ټولنې خدمتي ادارو کې لازيات کاري فرصتونه برابر شي او د کليوال کارګرو استخدام به هم پراخ شي. د دې ترڅنګ هغه کوچنۍ تصدۍ او شخصي شرکتونه چې سوداګريزې چارې يې د ناول کورونا ويروس د خپراوي له امله له ستونزو سره مخ شوي، هغوی ته به اجازه ورکړل شي چې له جريمې پرته بانکونو او نورو پولي ارګانونو ته خپل پورونه له ټاکلي وخت وروسته بېرته ادا کړي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای