پدې وروستيو ورځو کې په منځني ختيځ کې ناول کورونا ويروس د خپرېدو په حال کې دی، د فبرورۍ تر ۲۵ مې نېټې پورې د دغې سيمې ۹ هېوادونو ته ناول کورونا ويروس سرايت کړی دی.
په ايران کې د تشخيص شوو ناروغانو او د مړو شمېر ډېر زيات شوی، د دې ترڅنګ د فبرورۍ په ۲۴ مه نېټه په بحرين، کويټ، عراق، افغانستان او عمان کې هم د مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی او زياتره ناروغان ايران ته تللي وو. برسيره پردې په عربي متحده امارات، اسرائيل او لبنان کې هم د مثبتې پېښې رامنځته شوې.
دا چې د منځني ختيځ د ځينو هېوادونو روغتيايي سيستم کمزوری دی او ځيني يې لااوس هم په جګړه او تاوتريخوالي کې ښکيل دي، نو د منځني ختيځ پر سيمې د ويروس اغېزې ډېرې د اندېښنې وړ دي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |