CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين هيله لري چې له کوريا جمهوريت او جاپان سره د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د وقايې او مخنيوي په برخه کې همکارۍ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-26 19:32:25

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې اوسمهال چين، جاپان او کوريا جمهوريت درېواړه د ناول کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره د مبارزې په کليدي مرحله کې دي. چين هيله لري چې د دغې ناروغۍ د وقايې او مخنيوي په برخه کې له کوريا جمهوريت او جاپان سره همکارۍ وکړي، په بندرونو کې اړوند تدبيرونه پياوړي کړي او غېر لازم سفرونه کم کړي.

د ناول کورونا ويروس ساري ناروغي په دې وروستيو کې په جاپان او کوريا جمهوريت کې د خپرېدو په حال کې ده. د معلوماتو له مخې، د چين په ځينو سيمو کې له جاپان او کوريا جمهوريت څخه پر راغلو کسانو ځيني محدوديتونه لګيدلي دي. د ځينو کسانو په اند د چين دغه غبرګون له ضروريت څخه اوښتی دی. د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو وزير کيونګ وها کانګ د دې خبر په اړه خپله پاملرنه څرګنده کړه. جاو لي جيان په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چين د کوريا جمهوريت او جاپان په غم غمجن دی او د دغو دوو هېوادونو خلکو ته همدردي څرګندوي. چين له کوريا او جاپان څخه ډېره مننه کوي چې حکومتونو او بېلا بېلو برخو يې په چين کې د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ له رامنځته کېدو وروسته له چين سره ډېرې مرستې کړې دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای