CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې د مذهبي مسئلې په پلمه دې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-26 19:35:40

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د امريکا ځېنو کسانو څو څو ځله د مذهبي ازادۍ په تور چين بدنامه کړی او غواړي چې د چين د مختلفو قومونو ترمنځ يووالي ته زيان ورسوي او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي، نو چين د دوی له دې عمل سره ټينګ مخالفت کوي.

د معلوماتو له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مذهبي ازادۍ چارو په اړه لوی سفير سام برونباک ويلي چې چين د ښو او سوله ييزو اتباعو په توګه د مسلمانانو د بدلون په هکله ناوړه تدبيرونه نيولي، دا يوه ديني جګړه ده. وياند جاو لي جيان په يوه نوبتي خبري ناسته کې په دې اړه وويل، چې د چين حکومت د قوانينو له مخې د اتباعو مذهبي ازادۍ ساتي او د چين د مختلفو قومونو خلک د قوانينو له مخې مذهبي او ديني ازادۍ لري. نوموړي وويل، چې اوس د چين د شينجيانګ د اويغور په کورواکه سيمه کې ۲۴ زره او ۴ سوه جوماتونه شتون لري او په منځنۍ توګه د کابو هر ۵۳۰ مسلمانانو لپاره يو جومات شته، خو په امريکا کې د جوماتونو شمېر د چين د جوماتونو د شمېر په پرتله يوازې لس سلنه دی. د ګالوپ او پيو څېرنيز مرکز ټولپوښتنه تر سره کړې چې له مخې يې ٪۴۲ امريکايان د مختلفو قومونو ترمنځ د اړيکو په مناسبت اندېښنې لري او ٪۷۵ مسلمانان په دې نظر دي چې د امريکا ټولنه د مسلمانانو سپکاوی کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای