د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د فبرورۍ په ۲۶مه نېته په بېجينګ کې وويل، چې تر اوسه پورې د کابو ۱۷۰ هېوادونو مشرانو او د ۴۰ نړيوالو سازمانونو مسؤلينو د نوي کورنا ويروس د وقايې او کنترول په مناسبت چين ته نيکې هيلې او د ډاډګيرنې مراتب څرګندکړي دي. چين به په جدي توګه د دغه ويروس د وقايې او کنترول راتلونکي پړاو تر سره کړي او له اړوندو هېوادونو سره به خپلې تجربې شريکې کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |