د معلوماتو له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه وويل، چې له چين څخه د وال سټريټ جورنال د خبريالانو له شړلو څخه څرګندېږي چې د نوي کورنا ويروس د وقايې او کنترول په اړه د چين لخوا د خبرونو د خپرېدو په بهير کې مسئلې شتون لري. که چين چيني او بهرنيو خبريالانو ته خبري ازادي ورکړي، چين او نور هېوادونه ښايي د نوي کورنا ويروس د وقايې لپاره لا ښه کارونه وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جياو د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې په دې اړه وويل، چې چين د مايک پومپيو له دغو خبرو سره ټينګ مخالفت کوي او ورڅخه غوښتنه کوي چې د چين کمونېست ګوند، حکومت او خلکو ترمنځ اړيکو ته د زيان رسولو له ناوړه عملونو څخه لاس واخلي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |