د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي جرګه ګۍ د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه يوه غونډه تر سره کړه. برخوالو په دغه غونډه کې د نوي کورنا ويروس د وقايې او کنترول د لارښوونکي ګروپ راپور واوريداو د اوسنيو اوضاعو په څيړلو سره په نژدې راتلونکې کې د اړوند کارونو ترتيبات يې وړاندې کړل.
د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه او پکې يې يوه مهمه وينا وکړه. د شي جين پينګ او لي که چيانګ په شمول د دغې جرګه ګۍ ټولو غړو د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د غوښتنې له مخې د دغه ويروس د وقايې او کنترول د کارولو د پياوړتيا لپاره بسپنې ورکړې. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |