د چین د دولتي شورا غړي او خارجه وزیر وانګ یي د روانې میاشتې په ۲۶مه نیټه له خپل جاپاني سیال موتیګي توشیموتسو سره تلېفوني خبرې وکړې.
وانګ یي له ده سره په چین کې د کورونا ویروس د مخنیوي په اړه نوی پرمختګ شریک کړی او ویی ویل چې که څه هم حالات لاهم سخت دي خو مخ پر ښه کیدو دي. چین به تر وسې پورې له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې بریتالیتوب ترلاسه کړي. د دې ترڅنګ به چین پر اقتصاد د ویروس منفي اغیزې ټیټې کړي او د اقتصاد او ټولنې کلنۍ موخه پوره کړي.
توشیموتسو وویل چې جاپان له چین سره همدردي کوي او هیله لري چې د چین د هلو ځلو په رڼا کې به ژوند ژرترژره بیا اعاده شي. د چین د دوست ګاونډي په توګه به جاپان تر وسې پورې همکارۍ وکړي.
ــــــزلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |