CRI Online

وانګ يي د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو له وزيرې سره تلفوني خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-02-27 11:29:17

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ د ۲۶ مې نېټې په شپه د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو له وزيرې کانګ کيونګ وها سره تلفوني خبرې اترې وکړې.

وانګ يي د نوي کرونا ويروس د وقايې او کنترول په اړه تازه مالومات وړاندې کړي. هغه وويل چې چين او کوريا جمهوريت نږدې ګاونډي هېوادونه دی چې يو له بل څخه ملاتړ کوي. چين له کوريا جمهوريت څخه مننه کوي چې د دې ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې يې له چين څخه ملاتړ کړی. وانګ يي وويل چې چين غواړي له کوريا جمهوريت سره مرسته وکړي او د دې ويروس د وقايې او کنترول لپاره ور څخه ملاتړ وکړي.

هغه دې ته اشاره وکړه چې د دغې ناروغۍ د وقايې او مخنيوي لپاره دې په بندرونو کې اړوند تدبيرونه پياوړي کړي او غېر لازم سفرونه دې کم کړي. چين غواړي په دې اړه له کوريا جمهوريت سره خبرې اترې وکړي او د دواړو هېوادونو د خلکو امنيت او روغتيا دې په ښه توګه وساتي. باور لرم چې له دې ويروس سره په مقابله کې تر باريا وروسته به د دواړو هېوادونو تر منځ دوستي لا ژوره شي او د دواړو هېوادونو په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ به لا پياوړې شي.

کانګ کيونګ وها وويل چې د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ له رامنځته کېدو وروسته د کوريا جمهوريت او چين تل يو له بل سره مرسته او يو له بل څخه ملاتړ کړی. کانګ کيونګ وها د دې ويروس د وقايې او کنترول د کوريا جمهوريت تدبيرونه څرګند کړل. هغې وويل چې کوريا جمهوريت باور لري چې د دې ويروس پراخېدل کنترول کړي. هېله لري چې له چين سره سلامشورې او همکارۍ پياوړې کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای