پر ځایي وخت د روانې میاشتې په ۲۶مه نیټه د م م د بشري حقوقو شورا ۴۳مه غونډه په ژنیو کې ترسره شوه. د بریتانیا په ګډون ځینو هیوادونو د شینجیانګ په اړه ویناوې وکړې خو بیخي له حقیقت څخه لیرې پاتې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقوقو چارو استازي لیو هوا پر دې ټینګار وکړ چې چین د دغو هیوادونو له خبرو سره ټینګ مخالفت کوي او دوی حقیقت ته هیڅ پام نه کوي او د چین په کورنیو چارو او په قضایي او عدلي خپلواکۍ کې یې لاسوهنه کړې ده.
لیو هوا دې ته اشاره وکړه چې د تیرې پیړۍ له ۹مې لسیزې راهیسې په شینجیانګ کې زرګونه ترهګریزې پیښې رامنځته شوې چې په بهر کې مطرح شوې وي او ځایي خلکو ته یی د سرومال سخت زیانونه یې رسولي وو.
ــــــزلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |