د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۶ مه نېټه وويل چې اوسمهال به چين د نوي کورنا ويروس د وقايې او کنترول کارونه پياوړې کړي او په عين وخت کې به د اقتصادي ټولنې د پرمختيا لپاره بېلا بېلې کارونه تر سره شي.
شي جين پينګ په همدې ورځ د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي جرګه ګۍ د يوې غونډې رياست وکړ. برخوالو په دغه غونډه کې د اوسني وضعيت په څيړلو سره په نژدې راتلونکې کې د اړوند کارونو ترتيبات وړاندې کړل. د شي جين پينګ او لي که چيانګ په شمول د دغې جرګه ګۍ ټولو غړو د دغه ويروس د وقايې او کنترول د کارونو د پياوړتيا لپاره شخصي بسپنې ورکړې.
په دغه غونډه کې دې ته اشاره وشوه چې چين به په هوبۍ ولايت او ووهان ښار کې د دې ويروس د وقايې او کنترول کارونه لا پياوړي کړي.
په دغه غونډه کې همدارنګه راغلي چې چين به د نړيوالې له روغتيا سازمان سره همکارۍ ژورې کړي، له اړوندو هېوادونو سره تګ راتګ به لا زياتې کړي، د دې ويروس د وقايې او کنترول تجربه به شرايکه کړي او په ګډه به د سمې او نړۍ عامه روغتيا وساتي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |