د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۲۶ مه نېټه وويل چې چين به په داسې حال کې چې په کور دننه يې د کرونا ويروس وقايې او کنترول ته دوام ورکړی.
د دغه ويروس پر وړاندې مبارزه کې نړيوالې او سيمه ييزې همکارۍ لا ډېرې کړي، وانګ يي د صربيا د صدراغطم مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير ايويکه داسيک سره تر خبرو اترو وروسته له خبريالانو سره خبرې وکړې.
وانګ يي وويل چې اوسمهال نوی کرونا ويروس د وقايې او کنترول تر ټولو مهم پړاو کې دی او ډېری هېوادونه د دې ويروس له خطر سره مخ دي.
نوموړي وويل چې ايويکه داسيک په داسې حال کې له چين څخه ليدنه کوي، چې دغه هېواد له کرونا ويروس سره لاس او ګرېوان دی او چين به د صربيا ملګرتيا په ياد ولري او د صربيا ملاتړ ته ارزښت کوي.
وانګ يي زياته کړه چې ښاغلي ايويکه داسيک ته به په چين کې د کرونا ويروس د وقايې او کنترول په اړه تازه مالومات او د چين اقتصادي ټولنيز مالومات ورکړم.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |