CRI Online

تبصره: د مايک پومپيو دروغ او بې لارې امريکا

cri     (GMT+08:00) 2020-02-27 21:14:46

د امريکا د ملکي خلکو په زړونو کې بېلا بېل سياستوال مشخصه (( نښه )) لري. د امريکا د بهرنيو چارو وزير په توګه پر هينري کيسينګر د ډيپلوماتيکې ځيرکتيا نښه لګېدلې، خو پر مايک پومپيو دا نښه دروغ بلل کيږي.

د بريتانيا ګوازديان ورځپاڼې په دې وروستيو کې يوه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې ليکل شوي چې امريکا او بريتانيا نه يوازې ګډ برياليتوب نه دی تر لاسه کړی بلکې توپيرونه يې رامنځته کړي. د هواوې د 5G مسئلې پر وړاندې د دواړو خواوو د رويو توپير د دوی په دوستۍ کې نوی درز بلل کيږي. په دې مقاله کې راغلي چې د امريکا او بريتانيا د مشرانو ترمنځ کتنه چې د ټاکلي پلان له مخې به په راتلونکې مياشت کې تر سره شي، لغوه شوې ده.

امريکا خپلو ګټو ته د لومړيتوب ورکولو لپاره بيا بيا خپلو اروپايي تجارتي ملګرو ته د يو اړخيزم کوتک پورته کړی، د سياست په برخه کې يې د اروپايي ټولنې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او د امنيت په برخه کې يې د اروپا ګټو ته سترګې پټې کړې دي. مايک پومپيو د امريکا د دغو تګلارو د طرح او تطبيق په بهير کې مهم رول لوبولی دی.

په ياده مقاله کې راغلي چې د امريکا ځيني سياستوال له مغرورانه چلندڅخه ډک دي، امريکا په ښکاره بې لارې شوې ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای