CRI Online

امريکا له څه ويريږي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-02-28 20:55:59

راتلونکې اوونۍ به د سويس په ژنيو کې د پوهنې ملکيت حق د نړيوال سازمان د عمومي مديريت ټاکنې تر سره شي. د چين په شمول د زياتو هېوادونو نوماندانو د دغې دندې په سيالۍ کې ګډون کړی دی. خو د امريکا ځينو کسانو د دغې مسلکي سيالۍ په درشل کې (( سياسي ډرامې)) لوبولې دي. امريکا پر ځينو هېوادونو فشار اچولی څو دوی د چيني نوماندې ملاتړ په پرېښودلو مجبور کړي.

ولې امريکا په دغو ټاکنو کې د چين پر وړاندې خنډونه جوړوي؟ امريکا له څه ويريږي؟

چين د ۱۹۸۰ کال د جون په ۳مه نېټه په نوموړي سازمان کې ګډون کړی او تل يې د پوهنې ملکيت حق ساتنه او اړوندې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړې دی. په تيره بيا په ۲۰۰۸ کال کې په چين کې د پوهنې ملکيت حق د ستراتيژيک پروګرام له تطبيق راهيسې د پوهنې ملکيت حق په اړه د چين مجموعي توان او ساتوونکی ځواک ډېر پياوړی شوی دی. چين په ۲۰۱۹ کال کې د نړيوال نوښت په اړه د پوهنې ملکيت حق د نړيوال سازمان په درجه بندۍ کې ۱۴م مقام نيولی دی.

د چين نومانده وانګ بين ينګ اوس د پوهنې ملکيت حق د سازمان مرستياله ده او د دې سازمان لپاره يې نژدې ۳۰ کاله خدمتونه کړي دي، نو تجربه کاره او ځواکمنه نومانده بلل کيږي.

د هېواد د خدمت او د نوماندې تجربو ته په کتو چين د ياد سازمان مقررات مراعات کړ، خو امريکا دغې دندې ته خپل نوماند نلري او مقرراتو ته يې سپکاوی کړی او چين يې بدنام کړی دی.

د جاپان د يوې خبري رسنۍ د تحليل له مخې، چينايانو ګام په ګام د م م په زياتو ځانګړو ارګانونو کې د مسئولينو دندې پر غاړه اخيستي چې دا د امريکا د سخت بحراني احساس سبب ګرځېدلی دی. امريکا چې د اوسنيو نړيوالو اصولو او مقرراتو عمده جوړوونکی دی، نورو ته د خبري حقونو ورکولو اجازه نه ورکوي. نو ځينو امريکايانو د م م د سازمان د مهمې دندې په ټاکنو کې په بېلا بېلو لارو چارو د چين پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای