پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه به امريکا او طالبان د قطر په پلازمينه دوحه کې د سولې تړون لاسليک کړي.
د خبر له مخې، د امريکا جګپوړي ډپلوماټان او د طالبانو مشران به دغه تړون لاسليک کړي. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د امريکا خارجه وزير مايک پومپيو به د تړون لاسليکول ثبت کړي. د دغه تړون له لاسليکولو وروسته په څو اونيو کې به په افغانستان کې د امريکايي پوځ پيمانه له اوسني شاو خوا ۱۳زرو تنو څخه ۸زره شپږ سوو تنو ته کمه کړای شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |