CRI Online

د فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه د چين په ستره برخه کې د نوي کرونا ويروس پر ناروغۍ د نويو اخته شويو ناروغانو شمېر ۴۲۷ و

cri     (GMT+08:00) 2020-02-29 15:38:56

د چين د روغتيا ملي کمېټې د خبر له مخې، د فبرورۍ د ۲۸ مې نېټې له صفر بجې څخه تر څليرويشتو بجو پورې د چين په ستره برخه کې د نوي کرونا ويروس پر ناروغۍ د نويو اخته شويو ناروغانو شمېر ۴۲۷ و، د دې ناروغۍ له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۴۷ او د شکمنو ناروغانو شمېر ۲۴۸ و.

د همدې ورځې تر پای پورې د چين په ستره برخه کې د نوي کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو ناروغانو عمومي شمېر ۷۹ زره او ۲۵۱ ته رسېدلی، د شکمنو ناروغانو عمومي شمېر يو زر او ۴۱۸ و، ۳۶ زره او ۲ تنو تداوي شوي او جوړ شوي او له روغتون څخه رخصت شوي دي، د مړو شوو شمېر ۲۸۳۵ و او ۵۸ زره او ۲۳۳ کسان چې له ناروغانو سره يې نژدې اړيکې درلودلې اوس تر طبي څارنې لاندې دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای