د م م د ژنيو په دفتر کې او په سويس کې د نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي جيانګ دوان د فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه د م م د بشري حقوقو شورا په غونډه کې د شينجيانک او هانکانګ په اړه پر چين د استراليا، بريتانيا، بلژيک، ايسلند، لوکزامبورګ او د ځينو نادولتي سازمانونو ناسمې خبرې رد کړلې.
هغه وويل چې د شينجيانګ مسئله د بشري حقونو، مذهبونو او قومونو په اړه مسئله نه ده، خو د زور زياتي ترهګرۍ او تندلارې پر ضد مسئله ده. شينجيانګ يو لړ تدبيرونه عملي کړي چې اغيزمن ثابت شوي او په شينجيانګ کې امنيتي حالات ور سره ډېر ښه شوي دي. چين له دې څخه هرکلی کوي چې د م م د بشري حقوقو لوړ پوړې کميشنرې ميشيل باچليټ به په روان کال کې چين ته سفر وکړي او له شينجيانګ څخه به هم ليدنه وکړي.
هغه دې ته اشاره وکړه چې د هانکانګ مسئله په بشپړ ډول د چين داخلي چارې دي او چين به هېڅ بهرني ځواک ته د مداخلې اجازه ورنه کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |