CRI Online

امريکا کې د چين لوی سفير څوی تيان کای : چين د نړۍ د دفاع لپاره د ناول کورونا ويروس پر وړاندې " لوی ديوال " جوړ کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-02-29 15:51:27

په امريکا کې د چين لوی سفير څوی تيان کای د فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه د امريکا په (USA TODAY) ورځپاڼه کې يوه ليکنه خپره کړه چې عنوان يې دی چين د نړۍ د دفاع لپاره د ناول کورونا ويروس پر وړاندې " لوی ديوال " جوړ کړی دی.

سفير څوی تيان کای په خپله ليکنه کې ليکلي چې چين د ناول کورونا ويروس د وقايې او کنټرول لپاره بې ساري اقدامات ترسره کړي، د دغه هېواد حکومت، طبي کارکوونکي او عامه خلک په يووالي او جدي توګه سره د دې ويروس پر وړاندې مبارزه کوي. د دې ترڅنګ چين د يوه لوی مسئوليت منونکي هېواد په توګه د نړۍ د دفاع لپاره د ويروس پر وړاندې " لوی ديوال " جوړ کړی دی. چين پر وخت نړيوالو ته په خپل هېواد کې د ويروس د خپرېدو په اړه معلومات ورکړي او په لومړي وخت يې د روغتيا نړيوال سازمان ته د اړوند حالت راپور ورکړی او له دغه سازمان او نورو هېوادونو سره يې د ويروس د جين (gene) په اړه معلومات شريک کړي دي. د روغتيا نړيوال سازمان مدير فيبريسوس په خپله وينا کې هم ويلي چې چين د ويروس د مخنيوي په برخه کې د نړۍ لپاره نوې نمونه جوړه او ايښې ده.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای