CRI Online

د چين دفاع وزارت : د چين د پرمختګ تمايل مخنيوی ناممکن دی

cri     (GMT+08:00) 2020-02-29 15:58:49

د چين د دفاع وزارت وياند وو چيان د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د دغه وزارت په يوه مطبوعاتي غونډه کې د امريکا د پوځي چارو په اړه د دغه هېواد د حکومت دريځ بيان کړ.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د امريکا دفاع وزير په خپله يوه تازه وينا کې ويلي وو چې چين په خپلو پوځي چارو کې تېری کوونکې وضعه څرګندوي.

وياند وو چيان په خپلو خبرو کې وويل چې د جنوبي سمندرګي په مسئله کې امريکا د شخصي ګټو په موخه څوڅو ځلې پر جنوبي سمندر زورواکي عمليات ترسره کړي او پر همدغه سمندرګي په شاوخوا سيمې بهر يې له خپلو ملګرو هېوادونو سره ګډ پوځي تمرينونه ترسره کړي دي. حقيقت ښيي چې امريکا د جنوبي سمندرګي د سولې او ثبات خرابوونکې ده. دوهم، امريکا په فضا کې باداري لټوي، فضايي ځواک يې جوړ کړی او د خپل فضايي جنګي قوت په پرمختګ کې يې ګڼ شمېر پانګونه کړې ده او په يوه اړخيزه توګه يې فضايي تسليحاتي مسابقه پيل کړې ده. درېيم، امريکا د نړيوالو مقرراتو د ساتلو په برخه کې يواړخيزم غوره کړی، له څو تړونونو څخه وتلې او له خپلو نړيوالو دندو او مسئوليت څخه يې ډډه کړې ده. نو امريکا د نړيوال نظام خرابوونکې ده او هغه پر نورو د نيوکې حق نه لري.

وو چيانګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين د پرمختګ تمايل مخنيوی ناممکن دی.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای