CRI Online

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د چيلي له ولسمشر سره ټليفونې خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-02-29 17:21:30

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ په بلنې سره د چيلي له ولسمشر ميګول جوان سيباستيان پينيرا يچينيکوي سره ټليفونې خبرې وکړې.

شي جين پينګ وويل چې د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د نوي چين له جوړېدو راهيسې په عامې روغتيا کې تر ټولو لويه ناڅاپي پيښه ده چې د ويروس د خپرېدو سرعت ډېر چټک دی، د ويروس د خپرېدو ځايونه ډېر پراخ دي او د وقايې او کنټرولولو يې مشکل او ډېر سخت دي. د ساري ناروغي له رامنځته کېدو وروسته ما په خپله لارښوونه چارې تنظيم کړی او د ټول هېواد خلک سره همکارۍ کوي چې ډېر بشپړ، جدي او هراړخيز تدبيرونه عملي شوي دي. د نه ستومانه کيدونکو کوښښونو له لارې د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول حالات ښه تمايل په لوري روان دي. موږ د دغه ويروس ضد په مبارزه کې د بريالي کېدلو توان باندې او پر باور لرو.

پينيرا د چيلي حکومت او خلکو په استازيتوب د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغي په مناسبت چينايانو ته خواخوږۍ څرګنده کړه او د دغه ساري ناروغي د مخنيوي په برخه کې يې د ټولو چينايانو د هلو ځلو ټينګ ملاتړ او مننه څرګنده کړله.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای