CRI Online

شي جين پينګ د کيوبا د دولت له رئيس سره تلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-02-29 17:28:48

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د ۲۸ مې نېټې په شپه د کيوبا د دولت له رئيس ميګول دياز کانېل بېرموډيز سره تلېفوني خبرې وکړې.

هغه وويل چې د نوي کرونا ويروس له امله د ساري ناروغۍ له رامنځته کېدو وروسته تاسې او لومړي منشي راول کاسترو روز ما ته تلېفون کړی او خپله خواخوږي يې څرګنده کړې. تاسې په کيوبا کې د چين سفارت ته تللي او له چين څخه ستاسې ملاتړ څرګند کړی. دا د چين او کيوبا تر منځ د نږدې دوديزې دوستۍ ښکارندويي کوي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د روغتيا نړيوال سازمان او نړيوالې ټولنې د دې ويروس د وقايې او کنترول په اړه د چين د کارونو ستاينه کړې ده او چين غواړي د طب او د دې ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې له کيوبا سره تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي.

ميګول دياز کانېل بېرموډيز وويل چې کيوبا د دې ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين د کوښښونو ستاينه کوي او له چين څخه ټينګ ملاتړ کوي. کيوبا له چين څخه ډېره مننه کوي چې په چين کې يې له ميشتو کيوبيانو سره لازمې مرستې تر سره کړې. کيوبا به له چين سره په څنګ کې ولاړه اوسي او هر وخت به له چين سره خپلې لازمې مرستې تر سره کوي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای