CRI Online

د چيو شي په مجله کې به د شي جين پينګ تر دې سرليک لاندې يوه مهمه ليکنه خپره شي چې بايد په هراړخيزه توګه د قانون له مخې د اداره کولو توان پياوړی شي او په هېواد کې دې د عامې روغتيا له بيړنيو چارو سره د مقابلې سيستم بشپړ شي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-29 18:51:47

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چيو شي په مجله کې چې چې د مارچ په پنځمه نېټه به چاپه شي، به تر دې سرليک لاندې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ يوه ليکنه خپره شي چې (په هراړخيزه توګه د قانون له مخې د اداره کولو توان پياوړی شي او په هېواد کې د عامې روغتيا له بيړنيو چارو سره د مقابلې سيستم بشپړ شي).

په ليکنه کې ويل شوي، د خلکو د ژوند امنيت او بدني روغتيا تامينول د کمونېست ګوند لخوا د هېواد د اداره کولو په ترڅ کې يوه مهمه دنده ده او بايد ورته لومړيتوب ورکړی شي. اوسمهال د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول چارې په کليدي وخت کې دي، نو د قانون له مخې په علمي او منظم ډول وقايی کول ډېر مهم دي. بايد د عامې روغتيا د ساتنې په ترڅ کې قانوني ضمانت پياوړی شي. د ناروغي د وقايې او کنټرول سيستم دې بشپړ شي. د سترې ساري ناروغي د مخنيوي او کنټرول او درملنې سيستم دې اصلاح شي. د سختې ناروغي د درملنې طبي بيمه او مرستندويه نظام او په بيړنيو حالاتو کې د بېلا بېلو توکو د ضمانت کولو واحد سيستم دې بشپړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای