د چين د دفاع وزارت د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د امريکا د عدليې وزارت لخوا د چين د ازادي بخښونکي اردو پر څلورو تنو د دعوا کولو د اعلان په هکله د چين دريځ بيان کړ. د چين د دفاع وزارت وياند وو چيان پر دې ټينګار کړی چې امريکا د انټرنيټي امنيت په مسئله کې ټولې نړۍ ته دا مالومه شوې چې له انټرنيټ څخه پټ رازونه اخلي.
نوموړي وويل چې امريکا درواغ وايي او جعلی کاري کوي چې د پټو موخو په لرلو سره پر چيني عسکرو دا ډول دعوا کوي. دا بيخي يو ظالمانه عمل دی. د چين پوځ د امريکا د دې عمل په وړاندې جدي احتجاج کوي.
چين د انټرنيټي امنيت په مسئله کې تل څرګند دريځ لري او د نړيوال انټرنيټ دې امنيت ټينګ ساتونکی دی. د چين حکومت په انټرنيټ کې له هر ډول ناقانونه عملونو سره مخالفت کوي او د چين پوځ هېڅکله له انټرنيټ څخه نورو پټو د رازونو اخيستلو په هېڅ فعاليت کې ګډون نه کوي.
له واقيعتونو څخه څرګنديږي چې امريکا د اوږدې مودې لپاره د نورو هېوادونو د حکومتونو، تصديو او شخصيتونو په انټرنيټ کې پټ رازونه اخيستلي او اوريدلي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |