CRI Online

د چين د ماتولو تشې خيالي خبرې ولې کار نه ورکوي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-02-29 19:31:41

د فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه د چين په سترې برخې کې د هو بۍ ولايت نه پرته په نورو ځايونو کې پر ناول کورونا ويروس د نويو اخته شوو کسانو شمېر له څلور تنو څخه ټيټ شوی او په بېلا بېلو ځايونو کې بير ته کارونه او توليدي چارې په منظم ډول روانې دي. په همدې ورځ د چين او د روغتيا نړيوال سازمان لخوا د ناول کورونا ويروس د څيړنې په هکله راپور کې دې ته اشاره شوې چې چين ډېر زړ ور، انعطاف منونکي او فعال اغېزمن تدبيرونه غور کړي چې په اغيزمن ډول د ويروس د خپرېدلو لاره پرې شوې او په ټوله نړۍ کې د دغه ويروس د وقايې او کنټرول په باره کې مهمې تجربې يې برابرې کړې دي.

د چين د کمونېست ګوند د تر قوي لارښوونې لاندې په لنډ وخت کې په چټکه توګه د وو هان په ښار کې د ساري ناروغۍ د درملنې لپاره مجهز روغتونونه جوړ شوي، د ويروس د وقايې او کنټرول لپاره بېلا بېل تدبيرونه غوره شوي چې ټول خلک مراعات کوي، د نظام غوروالي په دې ترڅ کې کليدي رول لوبولی دی.

ويروس د چيني نظام او د لويديځو هېوادونو د ديموکراتيک نظام ارزونه کوي. په لسګونو هېوادونو کې د ساري ناروغي د خپرېدو سره سره د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس وويل چې اوس د چين نه پرته په نورو هېوادونو کې حالت د انديښنې وړ دي. هر هېواد بايد په هراړخيزه توګه د ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره هراړخيز تدبيرونه نيسي.

ساري ناروغۍ د ټولو خلکو ګډ دښمن بلل کيږي او ويروس ته ماتې ورکول ساينس، عقل، يووالي او همکاريو ته اړتيا لري. نو د روغتيا نړيوال سازمان له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د چين له تجربو څخه ګټې واخلي او سمدستي اړوند فعاليتونه تر سره کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای