امريکا او افغان طالبانو د فبرورۍ په ۲۹ مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې په اړه خپلمنځي هوکړه لاسليک کړه. دغه هوکړه ليک د افغان سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د مشر ملا عبد الغني برادر لخوا لاسليک شوه.
د دغه تړون له مخې به د امريکا او د هغه د ملګرو هېوادونو ټول ځواکونه او نور ټول خدماتي او امنيتي پرسونل په راتلونکو ۱۴ مياشتو کې په څو پړاوونو کې له افغانستانه ووځي. د دې ترڅنګ په راتلونکو ۱۳۵ ورځو کې به په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر له ۱۳ زرو څخه ۸ زرو ۶ سوو ته کم شي او پاتې برخه به يې د ناټو له ائتلافي ځواکونو سره په راتلونکو ۱۴ مياشتو کې له افغانستانه وايستل شي. برسيره پردې امريکا به د نيول شوو زنداني طالبانو د خوشي کولو بهير وهڅوي ، د طالبانو پر ځينو غړو به خپل بنديزونه بدل يا لغوه کړي، نوی افغان حکومت ته به مالي مرستې برابرې کړي او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې به مداخله نه کوي.
افغان طالبانو ژمنه کړې چې افغانستان به نور د ترهګرو پر پناه ګاه نه بدلوي او د دغه هېواد خاوره به د امريکا او د امريکا د کوم بل اتحادي لمګري پرضد نه کاروي.
د هوکړه ليک په متن کې همدارنګه راغلي چې د افغانستان بېلابېلې خواوې به د ۲۰۲۰ کال د مارچ له لسمې نېټې څخه بين الافغان مذاکرات پيل کړي او د تلپاتي اوربند د پيل وخت او لارو چارو په اړه به خبرې او بحثونه وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |