CRI Online

د افغانستان ولسمشر د طالبانو هغه غوښتنه رد کړه چې بنديان يې دې خلاص کړای شي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-02 11:38:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ په لومړۍ نېټه د طالبانو هغه غوښتنه رد کړه چې په لسو ورځو کې دې د طالبانو ۵۰۰۰ بنديان خلاص کړي. هغه وويل چې د افغانانو ترمنځ د کورني ډيالوګ د پيل لپاره د طالبانو لخوا وړاندې شوی شرط د منلو وړ نه دی.

د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د امريکا حکومت او د افغان طالبانو استازو د سولې معاهده لاسليک کړله. امريکا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به خپل ځواکونه په تدريجي توګه کم کړي، که طالبان په جدي توګه د يادې معاهدې مواد عملي او پوره کړي، امريکايي ځواکونه به په ۱۴ مياشتو کې له افغانستان څخه پوره وايستل شي. د دې معاهدې له مخې، امريکا بايد له اړوندو خواوو سره همکارۍ وکړي او د جنګي اسيرانو د تبادلې او د بنديانو خلاصولو پلان جوړ کړي. (فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای