د چين د روغتيا او طبي چارو کميټې د خبر له مخې، چې د مارچ د لومړۍ نېټې له صفر بجې څخه تر ۲۴ بجو پورې د دې هېواد په ستره برخه کې له راپورونو سره سم د نوي کورونا پر ويروس د نويو اخته شويو کسانو شمير ۲۰۲ تنو ته رسيدلی، د دې ترڅنګ په همدې ورځ د مړينې شمېر ۴۲ و، د شکمنو ناروغانو د زياتوالي شمېر ۱۴۱ و او د ۲۸۳۷ناروغانو درملنه شوې او له روغتون څخه رخصت شوې دي.
د مارچ د لومړۍ نېټې تر ۲۴ بجو پورې له راپورونو سره سم د چين په ستره برخه کې په عمومي توګه د نوي کورونا پر ويروس د اخته شويو کسانو شمير ۸۰۰۲۶ تنو ته رسيدلی، پر ۷۱۵ تنو د دغې ناروغۍ د اخته کيدو شک کېږي. د ۴۴۴۶۲ناروغانو درملنه شوې او له روغتون څخه رخصت شوي دي، ۲۹۱۲ ناروغان مړه شوي دي او ۴۶۲۱۹ کسان له ناروغانو سره د نژدې تماس له امله تر طبي څارنې لاندې دي.
تر اوسه پورې د چين د هانکانګ، مکاو او تايوان له راپورونو سره سم د نوي کورونا پر ويروس د اخته شويو کسانو شمېر۱۴۸تنو ته رسيدلی، چې په هانکانګ کې ۹۸ تنه، مکاو کې ۱۰ تنه او تايوان کې ۴۰ تنه دي.(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |