CRI Online

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په څه مانا؟

cri     (GMT+08:00) 2020-03-02 12:04:10

د۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په وروستۍ ورځ ، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر او مهم طالب مذاکره کونکي ملا عبدالغني برادر په رسمي ډول د سولې تړون لاسليک کړ. دا تړون په اسانۍ نه دی لاسليک شوی ،بلکې په تېرو دوو کلونو کې د خبرو اترو تر لسو پړاوونو وروسته لاسليک شوی دی. ايا د دې تړون لاسليک کېدل په افغانستان کې د هغې جګړې پای ته رسېدو معنی لري چې شاوخوا ۱۹ کاله يې دوام وکړ؟ ايا افغانستان کې چې شاوخوا له نيمې پيړۍ راهيسې په جګړه کې بوخت دی ، سوله راشي ؟

له ۲۰۱۸ کال راهيسې ، د ټرمپ حکومت په دې وپوهېده چې په افغانستان کې د امريکا لګښت ډېر لوړ دی او نشي کولای د بريا لپاره يوازې په نظامي لارو تکيه وکړي ، نو بيا يې ورو ورو د افغانستان په اړه خپله ستراتيژي تنظيم کړه او له طالبانو سره يې رسمي خبرې پيل کړې. دا د امريکا د تېرو ټاکنو پر مهال د ټرمپ ژمنه هم وه چې په افغانستان کې ميشت امريکايي سرتېري به کور ته ستنوي.

د لانجو پوهنتون د افغانستان د څېړنير مرکز مدير جو يونګ بياو د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امريکا د لنډمهالي سياسي ګټو لپاره کار کوي ، يعنی هغه په راتلونکو ټاکنو کې د برياليتوب لپاره ځيني چارې تر سره کوي. له ټاکنو څخه دمخه خپلې ژمنې پوره کوي او په افغانستان کې ميشت امريکايي سرتېري کور ته ستنوي. دده دا چارې په حقيقت کې د افغانستان د سولې لپاره ندي. د پيکينګ پوهنتون د جنوبي اسيا د څېړنيز مرکز مرستيال مدير وانګ شو هم پدې باور دی چې امريکا د افغانستان لپاره خپله ستراتيژي په عمده ډول د کورنيو سياسي نظرونو پربنسټ تنظيم کړې.هغه وويل، لومړی : امريکا خپله ملي امنيتي ستراتيژي تنظيم کړه ، د تروريزم پروړاندې مبارزه اوس د ټرمپ حکومت لومړنی هدف نه دی او له ترهګرۍ سره د مبارزې د يوې سرحدي برخې په توګه د افغانستان ستراتيژيک اهميت د پام وړ کم شوی دی. دوهم: امريکايان د امريکا د تاريخ ترټولو اوږده جنګ څخه ستړې شوي دي چې دا يوه " نه ګټونکې " جګړه ده ، هرڅومره ژر چې د امريکا ځواکونه وځي ، هغومره به ښه وي. درېيم : لکه څنګه چې په راتلونکي نومبر کې به د امريکا ټولټاکنې تر سره شي ، ټرمپ هم اړتيا لري چې په تېرو ټاکنو کې له افغانستان څخه د عسکرو ايستلو په اړه د خپل کمپاين ژمنې پوره کړي.

د تړون د اړوندې مادې له مخې ، امريکا او ملګري هېوادونه بايد په ۱۴ مياشتو کې له افغانستان څخه ټول سرتېري وباسي. امريکا او افغان حکومت به ۵ زره طالب بنديان خوشې کوي او طالبانو ته به دا اجازه نه وي چې په افغانستان کې د امريکا او د ملګرو هېوادونو پرسونل ته يې ګواښ جوړ کړي.

د افغانستان ډېر عامه افکار پدې باور دي چې ياد تړون تر يوې اندازې پورې په افغانستان کې د سولې د رامنځته کېدو باور پياوړی کړی دی. امريکا دا هم ويلي چې که چيرې طالبان دغه تړون په ښه توګه پلی کړي، نو امريکا به په مرحلو مرحلو کې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي، خو د دې ارزونې لپاره هېڅ معيار نشته چې ايا د طالبانو پلې کړې ژمنې وښيي . په عين وخت کې ، طالبان د افغانستان د ټاکنو پايلې نه مني او په کلکه له افغان حکومت سره له خبرو انکار کوي. اوس افغانستان انديښنه لري چې د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په هېواد کې کورنۍ جګړه پيل شي.

ښاغلي جو يونګ بياو وويل چې ياد تړون ډېرې نيمګړتياوې لري او اداري تضمينونه نه لري. طالبان وايي چې د ۵۰۰۰ طالب بنديانو خوشې کيدل به د بين الافغاني خبرو له پيل کېدو دمخه وي . طالبان وايي چې افغان حکومت په رسميت نه پېژني ، بلکې د يوې سياسي ډلې په توګه ورسره خبرې کوي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د دې تړون لاسليک کېدو سره د امريکا په تاريخ کې ترټولو اوږده بهرنۍ جګړه پای ته ورسېږي، خو اوس افغانانو ته تر هرڅه لومړی د افغانستان اوسني وضعيت ته وده ورکول او په پوره توګه سوله راوستل ريښتينی ارزښت لري. دا تړون په لوړه کچه بدلېدلی شي. لکه څنګه چې امريکا د تړون د لاسليکولو په مراسمو کې وويل ،که طالبان خپله ژمنه ماته کړي، نو ياد تړون به ورسره لغوه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای