د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په « چيو شه » مجله کې د « په بريالۍ توګه د نوي کورونا ويروس خپرېدل پای ته رسوو او د بشر د ګډ برخليک ټولنې جوړونې ته وده ورکوو» په نوم ليکنه خپره کړې ده. په دې ليکنه کې دا راغلي چې په اوسنۍ نړۍ کې د بېلابېلو هېوادونو برخليک سره پيوستون موندلی دی، د بشر د ګډ برخليک ټولنې جوړونه د ټولنيز پرمختګ لپاره يوازينی سم تمايل دی.
نوموړي وويل، چين به په دې مناسبت نړيوالې همکارۍ لا ټينګې کړي، د روغتيا له نړيوال سازمان سره به تبادلې ښې او زياتې کړي، پر وخت به د ويروس معلومات او د وقايې او کنترول تدبيرونه شريک کړي او د ويروس ضد د دوا او واکسين د څېړنو په برخو کې به لا زياتې هڅې وکړي. په عين وخت کې چين له نورو هېوادونو او سيمو سره هم تر خپلې اندازې پورې مرسته کړې ده او خپل مسئوليت يې په ښه او پوره توګه تر سره کړی دی.(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |