CRI Online

د تاجکستان ولسمشر له يانګ جي چه سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2020-03-02 12:09:50

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف د مارچ په لومړۍ نېټه د دغه هېواد په پلازمينه دوشنبه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د نوموړې کميټې د بهرنيو چارو کمېسيون د دفتر له مدير يانګ جي چه سره وکتل.

يانګ جي چه وويل چې چين او تاجکستان ښه ګاونډيان ، ښه دوستان ، ښه همکاران او ښه وروڼه دي. پروسږکال ، تېر کال د چين دولت رئيس شي جين پينګ او ښاغلي ولسمشر په ګډه د چين او تاجکستان د پرمختګ ګډې ټولنې او د امنيت ګډې ټولنې د تاسيس اعلان کړي دي. چين غواړي له تاجکستان سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې پلې کړي. يانګ جي چه د رئيس شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د نوي کورونا ويروس ناروغۍ پروړاندې مبارزه کې د ټولو چينايانو لاسته راوړنو مثبتې نتيجې په ګوته کړې او د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې د تاجکستان د بيړنۍ مرستې له امله مننه وکړه.

ولسمشر امام علي رحمانوف د کورونا ويروس له ناروغۍ سره په مبارزه کې د چين د اغېزمنې مبارزې ډېره ستاينه وکړه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای