CRI Online

ځينې کسان د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو د خرابولو په موخه ګنګوسې خپروي.

cri     (GMT+08:00) 2020-03-02 15:00:28

څو ورځې دمخه ځينو ټولنيزو رسنيو خبرو ورکړ چې د مسکو پوليسو د ناول کورنا ويروس د کنټرولولو په اړوندو عملياتو کې پر چيني اتباعو زور اچولی او هغوی يې د قرنطين په حال کې پر چينايانو ځورولي چې د دوو هېوادونو د زياتې پاملرنې سبب شوی دی. په روسيه کې د چيني سفارت د پلټنې له مخې، دا خبر دروغ دی او له واقعيتونو څخه بيخي سمون نه لري. چين او روسيه بايد له ناول کورنا ويروس سره د مقابلې په برخه کې پر دروغجنو اوازو باور و نه کړي، يو د بل درناوی دې وکړي او ستونزې دې په ګډه ليرې کړي.

د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو په پر له پسې پرمختګ سره د دوو هېوادونو ترمنځ انساني تګ راتګ ورځ تر بلې هم زياتېږي. د ساري ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په موخه د روسيې دولت جدي تدبيرونو په دغه هېواد کې چيني زده کوونکي او نور چينايان له يو لړ ستونزو سره مخ کړي. خو دا ستونزې د درک وړ دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای