CRI Online

د نړيوالې عامې روغتيا بحران څنګه په سياسي ډرامه بدل شوی؟

cri     (GMT+08:00) 2020-03-02 20:00:13

د شميرنې له مخې د مارچ تر دويمې نيټې پورې په څه دپاسه شپيتو هېوادونو کې د ناول کورونا ويروس ساري ناروغي رامنځته شوی. د روغتيا نړيوال سازمان په ټوله نړۍ کې د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د خاطر کچه ډېره لوړه ښودلې او ځينو هېوادونو ته يې د ويروس د معاينې او وقايې سامانونه او انلاين روزنې برابرې کړې دي.

په عين وخت کې چين د ساري ناروغي د وقايې په چارو کې د تجربې لرونکي هېواد په توګه په خپل هېواد کې د دغې ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په چارو کې څرګندې لاسته راوړنې لري، دغه راز چين تر وسې پورې له نورو هېوادونو سره مرسته کوي چې د يو مسئولانه هېواد په توګه خپله دنده ادا کړي.

په دې مهم وخت کې د لويديځو هېوادونو ځيني سياستوال د سياسي ګټو لپاره په پر له پسي توګه پر چين تور لګوي. د بيلګې په توګه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د ساري ناروغۍ د وقايی او کنټرول په چارو کې د چين پر هلو ځلو په نيوکې د چين سياسي نظام سپکاوی کړی.

دغه ټول سياستوالو د چين ضد دريځ لري او تل د چين پر ضد داسې خبرې کوي او عيني واقعيتونو او نړيوالو اصولو ته نه ګوري. دوی اوس د ساري ناروغي پر ضد په نړيواله مبارزه کې خنډونه جوړوي چې د دې کار نتيجه به د امريکايانو په شمول د ټول بشريت ګټو ته زيان ورسوي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای