CRI Online

چين هېله لري چې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې له لاسليکېدو وروسته به په افغانستان کې سوله رامنځته شي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-02 20:17:13

امريکا او افغان طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د قطر په دوحه کې د سولې تړون لاسليک کړ. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مارچ په ۲مه نېټه هېله څرګنده کړه چې د دغه تړون له لاسليکېدو وروسته به په افغانستان کې د سولې تخم وده وکړي. چين غواړي چې په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې له بهير څخه ملاتړ او مرستې برابرې کړي.

وياند جاو لي جيان وويل چې د چين په شمول د ځينو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو د ياد تړون د لاسليکېدو په مراسمو کې ګډون وکړ. هغه وويل چې چين د امريکا او طالبانو تر منځ د هوکړې هرکلی کوي او په دې نظر دی چې دا د افغانستان د مسئلې د سياسي حل لپاره فعال اهميت لري.

چين په افغانستان کې د افغانانو تر لارښوونې لاندې د دغه هېواد د اداره کولو لپاره له زغموونکي سوله ايز بهير څخه ملاتړ کوي. په افغانستان کې ميشت بهرني پوځيان بايد په منظمه او مسئولانه توګه له دغه هېواد څخه ووځي، په دغه هېواد کې دې ثبات او امن تامين کړي، د امنيتي خاليګاه د رامنځته کېدو مخه دې ونيسي په تېره بيا په دغه هېواد کې دې د ترهګريزو ډلو د بېرته فعاليدو مخه ونيسي. په همدې وخت کې دې نړيواله ټولنه په مداومه توګه د افغانستان د سولې او بيا رغونې په بهير کې ګډون وکړي. چين د افغانستان له طالبانو او اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې له فرصتونو څخه استفاده وکړي او ژر تر ژره بين الافغاني خبرې اترې تر سره کړي او په ګډه د افغانستان د راتلونکی سياسی نظام او د دايمی سولې او ثبات د رامنځته کېدو لپاره هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای