CRI Online

چين به د ناول کورونا ويروس د وقايې او کنټرول په چارو کې له نړۍ سره همکارۍ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-02 20:30:09

په ځينو هېوادونو کې د ناول کورونا ويروس د خپرېدو په هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مارچ په دويمه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د ناول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ساري ناروغۍ د ټول بشريت ګډه ننګونه ده. چين د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې جوړونې د نظريې له مخې د دغې ساري ناروغي د وقايې او کنټرول په چارو کې له نورو هېوادونو او سيمو سره همکارۍ پراخې کړي او په دې برخه کې يې خپلې تجربې له ټولې نړۍ سره شريک او په ګډه د سيمه ايزې او نړيوالې عامې روغتيا امنيت ساتي.

په دې وروستيو ورځو کې له نورو هېوادونو څخه چين ته د تلوونکو بهرنيانو د وقايی تدبيرونه پياوړي شوي دي. په دې هکله جاو لي جيانګ وويل چې په اوسنيو حالاتو کې چين د ساري ناروغي د وقايې او کنټرول د اړتياوو له مخې له هغو هېوادونو څخه چين ته د تلوونکو کسانو د ننوتلو په هکله چې هلته ساري ناروغۍ ډېرې سختې دې، د معاينې او وقايی په هکله اړوند تدبيرونه تر سره کړي او کوي يې. دغه کارونه د چين له قانون سره سمون لري او د ساري ناروغۍ د وقايې او نړۍ ته د دغې ناروغۍ د خپريدو مخنيوی کولی شي.

په دې وروستيو کې د ايران او ايتاليا په شمول يو شمېر هېوادونو کې د ناول کورونا ويروس پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر زيات شوی. وياند جاو لي جيانګ وويل چې چين غواړي د ايران او ايتاليا د غوښتنو له مخې د ساري ناروغي د وقايې او کنټرول او درملنې په برخو کې ورسره مرسته وکړي. د مالوماتو له مخې چين له ايران سره د دغې ناروغۍ د څارنې وسايلو سامانونه او طبي شينونو مرسته کړې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای