د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲مې نېټې په ماسپښين د چينګهوا پوهنتون په طبي پوهنځي کې د يوې ناستې د مشرۍ په وخت کې وويل، چې د عام امنيت ګواښ د بشريت پر وړاندې ګډه ننګونه ده، نو د عام امنيت ساتل د مختلفو هېوادونو همکاريو ته اړتيا لري. اوسمهال د نوي کورنا ويروس ناروغۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې رامنځته شوې، نو چين بايد د روغتيا له نړيوال سازمان سره لا نژدې تګ راتګ وکړي ، بايد د سرچينې د پيدا کولو، درمل، واکسين او د ويروس د پلټنې په برخو کې له اړوندو هېوادونو سره لا پياوړې علمي او څيړنيزې همکارۍ وکړي او بايد له اړوندو هېوادونو سره علمي او څيړنيزې شمېرې او معلومات شريک کړي، څو د دغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره ګډه طرحه او د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې پوهنې او قوتونه وړاندې شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |