د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲مه نېټه په بېجينګ کې د نوي کورنا ويروس د وقايې او کنترول د علمي او څيړنيزو کارونو د پلټنې په وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې د ناروغانو ژوند ساتل اوس تر ټولو ډېر مهم او بيړني کار دی. اړوندې خواوې بايد د درملو د څيړنې بهير چټک کړي، بايد د چيني طب او لوېديځي طب په کارولو سره د اغيزمنو درملو د پيدا کولو او څيړلو لپاره هڅې وکړي او بايد د ناروغانو د علاج په بهير کې د تجربو په راغونډولو سره د علاج نوې لارې چارې پيدا کړي، څو د ناروغانو حالات سخت نه شي.
نوموړي زياته کړه چې له ناروغانو او د مړه شويو کسانو له خپلوانو سره روحي ملاتړ دې پياوړی شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |