د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲مه نېټه په بېجينګ کې د نوي کورنا ويروس د وقايې او کنترول د علمي او څيړنيزو کارونو د پلټنې په ترڅ کې وويل، چې واکسين د دغه ويروس د وقايې او کنترول لپاره کليدي رول لوبوي، نو چين بايد د بېلا بېلو تخنيکونو له لارې د واکسين د څيړنې او جوړونې کارونه پياوړي کړي او بايد په دې برخه کې له بهرنيو خواوو سره لا نژدې همکارۍ وکړي، څو واکسين ژر تر ژره بازار ته برابر شي. همدارنګه، د واکسين د زيرمې ملي نظام دې جوړ شي، څو د اوږدې مودې لپاره د ويروس د وقايې او کنترول د کارونو لپاره ښه زمينه برابره شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |