د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲مه نېټه په بېجينګ کې د نوي کورنا ويروس د وقايې او کنترول د علمي او څيړنيزو کارونو د پلټنې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې د مخلوقاتو امنيت بايد د دولت د عمومي امنيت د يوې مهمې برخې په توګه وبلل شي، د ويروس او ناروغۍ د وقايې او کنترول سيستم او د عامې روغتيا د علمي څيړنې کاري سيستم او توان دې پياوړی شي، د ويروس د وقايې او کنترول د پيشبينۍ ميکانيزم دې بشپړ شي او د ويروس د خپرېدو په بيړنيو حالاتو کې د علمي او څيړنيزو کارونو د لارښوونې، عملي کولو او تأمينولو سيستم دې اباد شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |