د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي، د چين صدراعظم او له نوي کورنا ويروس سره د مقابلې په هکله د يادې کمېټې د لارښوونکي ګروپ مشر لي که چيانګ د مارچ په ۲مه نېټه د دغه ګروپ د يوې ناستې مشري وکړه.
په دغه ناسته کې دې ته اشاره شوې چې بېلا بېلې خواوې بايد د يادې کمېټې د عمومي منشي شي جين پينګ د ويناوو د مهمو مفکورو د پلې کولو لپاره د ياد ګروپ د ترتيباتو او د نوي کورنا ويروس د خپرېدو د حالاتو سره سم په بېلا بېلو منطقو او کچو کې دقيق او اغيزمن تدبيرونه ونيسي، بايد له دغه ويروس سره د مقابلې په سنګر کې کارکوونکو ته پاملرنه او ملاتړ وکړي، بايد د دغه ويروس د وقايې او کنترول تر څنګ په پسرلي کې د کرنيزو چارو د ښه تر سره کولو لپاره هڅې وکړي، څو د دغه ويروس د وقايې او کنترول کارونه لا پياوړي شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |