CRI Online

د افغانستان په جنوب ختيځ خوست ولايت کې د يوې چاودنې له امله ۳ کسان وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-03 10:56:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان پوليسو د مارچ په ۲مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ د دغه هېواد د خوست ولايت په نادرشاکوټ ولسوالي کې د يوې چاودنې له امله درې عام وګړي وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

د خوست ولايت د پوليسو ادارې د وياند په حواله، پر ځايي وخت د همدې ورځې د مازديګر په ۵ بجو او ۱۵ دقيقو په يو موټرسايکل کې ځای پر ځای شوي چاوديدونکي مواد په يو سپورټ ميدان کې وچاودل او په همغه وخت کې ځايي اوسيدونکي په دغه ميدان کې د فوټبال په لوبو بوخت وو.

تر اوسه هيچا او يا کومې ډلې د دغې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای