CRI Online

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني: ډونالډ ټرمپ له افغان حکومت څخه د بندي طالبانو د خوشي کولو غوښتنه نه ده کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-03 11:46:40

د افغانستان د طلوع نيوز د ويبپاڼې د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلېفوني خبرې وکړې. له دې نه وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د يوې مرکې په ترڅ کې وويل، چې ډونالډ ټرمپ ورڅخه د بندي طالبانو د خوشي کولو غوښتنه نه ده کړې. نوموړي وويل، چې د افغان حکومت او امريکا په ګډه اعلاميه کې په دې اړه ليکل شوي چې امريکا به د بندي طالبانو د خوشي کولو لپاره فرصت برابرونه وکړي، خو افغان حکومت په دې اړه هېڅ کومه ژمنه نه ده کړې چې ياد بنديان به خوشي کړي. د بندي طالبانو خوشي کول د افغان حکومت واک دی او نه د امريکا واک. د دغو بنديانو خوشي کول به د بين الافغاني ډيالوګ او مذاکراتو يوه برخه وي او مخکيني شرط به نه وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای