CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: له چين پرته په ۶۱ هېوادونو کې پر نوي کورونا ويروس د اخته کېدو راپورونه ورکول شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-03 13:15:08

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم غيبريسوس د مارچ په ۲مه نېټه وويل، چې د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې له چين پرته په ۶۱ هېوادونو کې پر نوي کورونا ويروس د اخته کېدو راپورونه ورکول شوي دي، خو نوموړي بيا هم پر دې ټينګار وکړ چې د دغه ويروس ساري ناروغي په پراخه کچه نه ده خپره شوې. نوموړي له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د نوي کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول چارو ته دې لومړيتوب ورکړي او د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي لپاره دې فعال تدبيرونه ونيسي.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدرس ادهانوم غيبريسوس د مارچ په دوهمه نېټه خبر ورکړ چې د روانې مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې له چين پرته په ۶۱ هېوادونو کې د روغتيا نړيوال سازمان ته پر نوي کورونا ويروس د ۸۷۳۹ اخته ناروغانو راپورونه ورکول شوي دي چې له دغو ناروغانو څخه ۱۲۷ تنه مړه شوي دي. هغه دې ته اشاره وکړه چې چين د مارچ په لومړۍ نېټه د ۲۰۶ تازه رامنځته شويو پېښو راپور ورکړی چې د زياتوالي دغه شمېر د جنورۍ له ۲۲ مې نېټې راهيسې تر ټولو ټيټ و. په چين کې د ناروغانو شمېر د پر له پسې ټيټوالي تر څنګ په نورو هېوادونو کې د تائيد شويو ناروغانو شمېر مخ پر زياتېدو دی. غيبريسوس وويل:

(( په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له چين پرته په نورو هېوادونو کې د ناروغانو د زياتوالي شمېر د چين د دغه شمېر له ۹ چندو سره برابر و. د کوريا جمهوريت، ايټاليا، ايران او جاپان وضعيت زموږ ډېر د پاملرنې وړ دی. ))

د چين په بهر کې د نوي کورونا ويروس پر ساري ناروغۍ د اخته ناروغانو نيمايي برخه په کوريا جمهوريت کې ده. ښاغلي غيبريسوس وويل، چې په کوريا جمهوريت کې عمده ناروغان له ۵ تائيد شويو ډلو څخه رامنځته شوي، نه په استوګنځايونو کې، داښيي چې په دغه هېواد کې د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول تدبيرونه اغېزمن دي او د ناروغۍ د خپرېدو حالت تر کنترول لاندې کېدای شي.

غيبريسوس وويل، چې د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو يوه ډله د مارچ په دوهمه نېټه د ايران پلازمينې تهران ته رسېدلې. دغه ډله به د ايران له طبي ارګان او نورو اړوندو سازمانونو سره همکاري وکړي، په ايران کې د ناروغۍ د وقايې او کنترول کارونه به وارزوي او اړوندې تخنيکي لارښوونې به وکړي. د۱۵ زرو طبي کارکوونکو د شخصي وقايې مواد او د يو لک تنو د تشخيص ازمايښتي دواوې هم د کارپوهانو ډلې په الوتکه کې بار وو او تهران ته رسېدلې دي.

غيبريسوسو وويل، د روغتيا نړيوال سازمان پر دې ټينګار کوي چې د دغه ويروس ساري ناروغي په پراخه کچه نه ده خپره شوې، ځکه تر اوسه پورې د زياتره ناروغانو د اخته کېدو ځينځير تائيد شوې او د چين په بهر کې په استوګنځايونو کې د ناروغۍ د خپرېدو شواهد نه دي پيدا شوي. نوموړي وويل

(( يو ځل بيا وايم چې که اړوند شواهد رامنځته شي، د روغتيا نړيوال سازمان به له شک پرته په نړۍ کې په پراخه کچه د دغې ناروغۍ خپرېدا وبولي. خو تر اوسه پورې د نړۍ په ۸۸۹۱۳ رامنځته شويو ناروغانو کې ۹۰ سلنه په چين کې او زياتره يې د دغه هېود په يو ولايت کې دي. له چين پرته د ۸۷۳۹ ناروغانو ۸۱ سلنه په ۴ هېوادونو کې دي. ))

غيبريسوس وويل، د روغتيا نړيوال سازمان غواړي بېلا بېلو هېوادونو ته دا پيغام ورکړي چې موږ لا هم د دغې ناروغۍ د کنترول او مخنيوي توان لرو، زموږ اوسني تدبيرونه به راتلونکي وضعيت وټاکي.

(( که اوس د انفلوېنزا ناروغي د خپرېدو په حال کې وي، نو دغه ناروغي په نړۍ کې په پراخه کچه د استوګنځايونو کې خپره شوې وای او د دې ناروغۍ د خپرېدو د ورو والي او مخنيوي لپاره کوښښونه به اغېزمن نه وو. خو د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول عملي کېدونکی دی او دا بايد د ټولو هېوادونو لپاره لومړيتوب ولري. فعال اغېزمن تدبيرونه بايد ونيول شي او بېلا بېل هېوادونه د نوي کورونا ويروس د خپرېدو مخه نيولی شي او ژوند ژغورلی شي.))

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای