CRI Online

په چين کې هېڅکله مذهبي شخړه نه ده رامنځته شوې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-03 16:17:21

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، پر ځايي وخت د مارچ په ۲مه نېټه د م م د بشري حقونو شورا د ۴۳مې کلنۍ غونډې په څنډه کې د مذهبي او ديني ازادۍ مسئلې د ځانګړي رپوټ ورکوونکي ډيالوګ جوړ شو. د چين د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقوقو چارو ځانګړي استازي ليو هوا په خپله وينا کې وويل چې په چين کې هېڅکله مذهبي شخړه نه ده رامنځته شوې او په چين کې د بېلا بېلو مذهبونو پيروان ښه او سوله ييز ژوند کوي. دې کار نه يوازې د چين دوديز کلتور بډای کړی، بلکې د چين له واقعيتونو سره سمون لري.

هغه زياته کړه چې په چين کې بوديزم، داويزم، اسلام دين، کاتوليک، عيسويت شتون لري، څه باندې ۵ زر ۵ سوه ديني ګروپونه، نژدې سل ديني ښوونيز مرکزونه او څه د پاسه ۱۴۰ زره ديني ځايونه شتون لري. په چين کې د مسلمانو ښځو لپاره سل ځانګړي مسجدونه هم موجود دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای