اوسمهال د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ په څه دپاسه شپيتو هېوادونو کې رامنځ ته شوی. نړيواله ټولنه د دغې ساري ناروغۍ له وقايې سره همهاله د ټولې نړۍ د عام امنيت په ساتنه کې د چين د هلو ځلو ډېره ستاينه کړی.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نورو هېوادونو له مشرانو سره د ليدنې او تليفونې خبرو په ترڅ کې څو څو ځلې د ګډ برخليک د ټولنې نظر وړاندی کړی او پر دې يې ټينګار کړی چې چين نه يوازې د خپلو اتباعو د ژوند د امنيت او روغتيا بلکې د ټولې نړۍ د روغتيايي چارو په اړه دندې لري.
د دې نظر پر بنسټ چين د خپل لومړۍ کچې مشر تر لارښوونې لاندې ځان د غوره نظام لرونکی ثابت کړ. چين د ساري ناروغۍ د وقايی او کنټرول په باره کې ډېر بشپړ، جدی او پوره تدبيرونه غوره کړي چې په لنډ وخت کې به د ساري ناروغۍ حالت په بنسټيزه توګه کنټرول کړي. د روغتيا د نړيوال سازمان د عمومي مدير جګ پوري مشاور بروس ايلوارد وويل چې چين د روغتيا په برخه کې ډېر قوي تدبيرونه نيولي چې په تاريخ کې ساری نه لري، په ټوله نړۍ کې د لږ تر لږه سل ګونو زرو ناروغانو احتمالي رامنځته کېدو مخه نيولې.
په چين کې د ساري ناروغۍ د وقايی او کنټرول په اړه د هراړخيزو تدبيرونو ستاينه شوې. هغه هېوادونه چې پکې د ساري ناروغۍ خپرېدل ډېر شوي، هېله ده چې د قرنطين او د لنډ مهاله روغتونونو جوړولو په برخه کې د چين له تجربو ګټه واخلي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |