د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند جاو لي جيان په درېيمه نېټه په بيجينګ کې وويل چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سړې جګړې ذهنيت او ايډيالوژيک تعصب پر بنسټ د غير معقول د لايو په کارولو سره په امريکا کې پر چينايي ميډيا اېجنسيو سياسي فشارونه اچولي دي، چين د دې کار سخت مخالفت کوي او په کلکه يې غندي.
د مارچ په دويمه ، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دې مياشتې له ۱۳ مې نېټې څخه به د هغو پنځو چينايي رسنيو د چينايي کارمندانو شمير محدودولو لپاره اقدامات وکړي چې لا دمخه د امريکا لخوا د بهرنيو ماموريتونو په توګه اعلان شوي و.
جاو لي جيان د دې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د اوږدې مودې راهيسې په امريکا کې چينايي رسنۍ د امريکا د قوانينو او مقرراتو مراعات کوي ، د ژورناليزم د مسلکي اخلاقو پيروي کوي او په امريکا کې د خبرونو نشرولو په برخه کې توازن په پام کې نيسي ، صداقت ، حقيقت او دقت کوي او د ټولنې اصول مراعاتوي. د چينايي ميډيا پر خبريالانو محدوديت هېڅ اساس يا دليل نلري.
نوموړي دې ته اشاره وکړه چې د امريکا دغه اقدام به د دواړو هېوادونو پر اړيکو منفي اغيزې وکړي. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې سمدلاسه خپله لار بدله کړي او خپلې خطاګانې سمې کړي. چين د ځواب ويلو او اقداماتو حق لري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |