CRI Online

چين غواړي د روغتيا له نړيوال سازمان او هغو هېوادونو سره همکارۍ وکړي چې د ناول کورونا ويروس پکې په چټکۍ سره خپرېږي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-03 21:09:48

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مارچ په ۳مه نېټه وويل چې چين په ټوله نړۍ کې د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د خپرېدو حالت ته پاملرنه کوي او له هغو هېوادونو سره د همدردی اظهار کوي چې د ساري ناروغۍ خپرېدل پکې چټک شوي. هغه وويل چې چين غواړي د روغتيا له نړيوال سازمان او يادو هېوادونو سره په اړوندو چارو کې همکارۍ پياوړې کړي تر څو په ټوله نړۍ کې د ساري ناروغۍ پر وړاندې بريالۍ شي.

اوس پر چين سربيره نورو هېوادونو کې د ناول کورونا ويروس د اخته شويو کسانو شمېر له اته زرو څخه زيات شوی. د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم ګيبريسوس د مارچ په دويمه نېټه وويل چې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې په نورو هېوادونو کې د زيات شويو ناروغانو شمېر په چين کې د نويو ناروغانو په نسبت نهه چنده زيات دي.

په دې هکله وياند جاو لي جيان د روانې مياشتې په درييمه نېټه وويل چې چين اوس له اړوندو هېوادونو سره په همغږۍ بوخت دی او د پاکستان، جاپان او د افريقايي هېوادونو ټولنې ته يې د ويروس د معاينې وسايل ورکړي او د دغې ناروغۍ د تشخيص او درملنې په هکله يې له نورو هېوادونو سره خپلې لايحې شريې کړې. د چين د سره صليب ټولنې او اړوندې تصدۍ ايران او افريقايي هېوادونو ته د ويروس د معاينې وسايل برابر کړي او ايران ته يې د کارپوهانو ډله ليږلې. موږ به د ساري ناروغۍ د حالت له مخې په چين کې د دغه ويروس د وقايې او کنټرول سره همهاله له اړوندو خواوو هم سره همکارۍ وکړو او تر وسی پورې نورو هېوادونو ته ملاتړ برابر کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای